د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز لخوا د یو شمېر سوداګریزو بانکونود قوانینو رعایتولو برخې د کارکوونکو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شو.
دا ښوونیز پروګرام د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز د کلني پلان سره سم، د پیسو وینځلو او نورو اړوندو مالي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د بانکي سکتور د ظرفیت لوړولو په موخه، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۳ مه نېټه د افغانستان بانک د ښوونیزو پروګرامونو په مرکز کې جوړ شو. په دې پروګرام کې د ۶ سوداګریزو بانکونو د اړوندې برخې کار کوونکو ته د سوداګریزو بانکونو د پیرودونکو د شکمنو او لویو معاملو د رپوټونو چمتو کولو او همدارنګه د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز تر نظر لاندې نوملړ (FinTRACA Watch List) د پلي کولو په برخه کې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي قانون او یو شمیر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.
دا نوښت د کورنیو قوانینو او نړیوالو معیارونو سره سم د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې لپاره د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز د روانو هڅو یوه برخه ده.